Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ


زه به مختصر دا خبره وکړم چې د کبير ستوري د رڼا پلوشی په یولوری نه دی، د ژوند په هر لوری کی د هغه د رڼا پلوشی څرګندی دی. ستوری یو منلی صحافی ؤ، یو ډیر لوی مکفر او فلسفی ؤ ،ستر نقاد، لیکوال او ادیب ؤ او د ژوند په رموزو پوهه یو کوټلی شاعر ؤ. خو ددې هر څه نه زیات هغه د ژوندهدف لره او هغه هدف حاصلو ته ئې خپل ژوند ټول وقف کړی ؤ. "محمد افضل خان لالا"
د انټرنيټي ديری په دې برخه كې تاسو د وحدت ستوري جنازه (۷ د اپرېل ۲۰۰۶) او فاتحی ليدلی شۍ.



کبیر ستوری هغه کلک ستر پښتون ؤ او هغه سیاستمدار ؤ چې هغه د خپل ژوند هدف ټاکلی ؤ او هغی طرف ته د ژوند په هر اړخ باندی پوره ؤ هغه په ً ژوندی خیالونو ً کی وائی :

ډیــــوه د ذهـــــن بــــلـه کـــړه هـــــدف طـــرف تـــه درومـه
هدف چې ژوند کې نه وی ژوندون مړاوی شی وچیږی
امـید د هــدف سـاه ده پـه امـــیـد بـانــدی ژونـــدی دی
امید د «سـتوری» شـتـه دی چې په پښتون به ازادیـږی


نن که ستوری نشته خو د ستوري د پلوشو رڼا هره خوا هم هغسی ځلیږي. "محمد افضل خان لالا"

اوس كه خپل جنت وطن كې بې وطن يم
خـو اخـــر ددې وطــن اصـلـي څـښـتـن يم
د نـــــفـاق رنــځ راكـې ګـډ دى ناتـوان يم
كــه يـو ځــل په اتـــفــاق شـم تــوانـمن يم

د نــــفـاق د رنــځ له درده كــه زه روغ شم
بيا مې ګوره چې د خپل وطن واكمن يم
د غاټـول د ګل په بوى كې يم لوى شوى
پـروت د دنګـو دنګـو غـرونو په لمن يم
ســاه مې واخله خـو پښتو رانه وانـخلې
زه پښـتون يم په پښـتو باندې پـتمن يم

كه زمـا ســتوري په قـــبـر چــېرې راشې
په پښـــتو راته دوعـا كـړه پرې مـېن يم
" ارواښاد ډاکتر کبير ستوری "


Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori