Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

هنر، موسيقي، ټنګ ټكور، شاعر، اديب او فنكار يو د بل سره تړاو لري شعر يې له موسيقۍ هم ويل كېداى شي، خو موسيقي او هنر د شعر په واسطه سره بشپړېداى شي. د انټرنيټي ديری په دې برخه كې تاسو د ستوري ځینې شعرونه او پیغامونه چې د هنر د بڼ یو شمېر بلبلانوپه خپلو خوږو اوازونو د مینه والو غوږونو ته رسولې دی او رسوي ئې او د پښتو د هنر بڼ ئې تازه ساتلی دی، اوریدلی او ليدلی شۍ.


پښتانه په بنسټي توګه موسيقي خوښوونكى قام دى، موسيقي او ټنګ ټكور د پښتنو د حجرو او دېرو ډول او سينګار دى او په پښتني ټولنه كې ورته ولسي مقام حاصل دى. د پښتني ټولنې زياتره وګړي نالوستي كسان دي، ليك لوست نه شي كولاى، خو موسيقي، ټنګ ټكور، فن او هنر سره مينه لري. د شاعر كلام او پيغام د شعر، نظم يا سندرې په بڼه د موسيقۍ په بدرګه اوري په دې هكله ډاكټر كبير ستورى وايي:

په ســــترګـو نه ويــنم په غـوږو يې اورېدلى شــمه په ليك كې مه راوړه پيغام د ساز نغمو كې راوړه


نو د هنرمندانو او فنكارانو دا دنده ده، چې شعر يا نظم د خپلو اغېزناكو خوږو اوازونو سره يوځاى د ساز په نغمو كې لوستو او نالوستو پښتنو غوږونو ته په اسانه طريقه او لاره رسوي، جذبه يې بيداروي، روحي تسكين او ارام وركوي او د ساعت تېرۍ سره سره د ټولنې اصلاحي او نظرياتى روزنه هم كوي چې د پوره قدردانۍ او ستاينې وړ ده. د پښتنو هنرمندانو، فنكارانو او همدا شان د هنر او فن د پر مختيا لپاره يې په دولتي او سركاري كچه څه ځانګړې او د يادولو وړ پالنه او پاملرنه، نه ده شوې، خو د ولس په ملاتړ د پښتني كلتور د ارزښتناكه فنى او هنري برخه تر دې دمه ژوندۍ ساتل شوې ده. پوهه، فن، ادب او هنر هغه شتمني ده، چې په استعمالولو سره پياوړى، ځلانده او تازه كېږي، خو پاملرنه او روزنه هم غواړي دا چې موسيقي د خوشحالۍ او امن غږ دى او پښتانه امن او موسيقي خوښوونكى قام دى، نو خداى پاک ورته يوه غټه شتمني د هنرمندانو او فنكارانو هم په برخه كړې ده.
پـــــــاکـــه ربـــــه ښـــــــــاد ابــــــاد دا پــــــښــتـــانــــه کـــړید نـــــــــړۍ پـــــــه اولــــســــــونــــــو کـــــی درانــــه کـــړی د بـخـت سـتوری ئی روښــان کــړی پـه اســـمـــان کـیخــــپـل وطــــن کــی ئــی واکــــمـن او کــــوربانه کـړی


Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori