Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

مونږ د خپلو هغه ټولو خواخوږو او مينه والو د احساس او جذبو احترام كوو، چې د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري سره د هغه په ژوند او مرګ په حواله يې خپل تړون د لفظونو په چوكاټ كې راونغښتو.
اوس دغه انټرنيټي ديره (ويب پاڼه) د تاريخ داسې يوه برخه ده، چې راتلونكي وختونه به ترې د ډاكتر كبير ستوري د ژوند او مبارزې په حواله رڼا اخلي. ددې ټولو ليكوالو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو او قام پرستو مشرانو ترڅنګ مونږ په خصوصي توګه د هیواد دننه او بهر سیاسی ، ملی ، ادبی ،کولتوری ، ټولنیزو ، پوهنیزو ـ دولتی او ولسی مشرانو او سړیتوبونو ، کولتوری ټولنو ، سیاسی ګوند ونو، ډله ایزو خبری رسینو او ویب پاڼو چې مونږ سره ځان شریک کړی او خواخوږۍ پیغامونه یی راليږی، په جنازه او فاتحو، یاد غونډو اومشاعرو کې ګډون ګړی دی. ډیره مننه او قدر د انی کوو.
مونږ په خصوصي توګه د خوست ویب پاڼی چلونکی نه یوه نړۍ مننه اود زړه له كومي ډیر قدردانی کوو، چې د ارواښاد ستوري لپاره دانټرنټ پر مخ یی ځانګړی انټرنيټي ديره (ويب پاڼه) پر ليکه کړی . همداشان د ورځپاڼې "وحدت" Wahdat ، ورځپاڼې "خبرونه" Khabaroona ، د مياشتنۍ ليكوال Leekwal ، ورځپاڼې "پښتون پوست" Pakhtoon Post او ورځپاڼې "جرګه" Jarga چې د ارواښاد كبير ستوري فكر يې د خصوصي ګڼو د چاپ په وسيله لر و بر پوهانو ته ورسولو او د ډاكتر كبير ستوري د ژوند په حواله يې ګټور معلومات وخت په وخت چاپ ته سپارلي او په تيره بيا د پښتونخوا د پوهنی دیری له اړخه « ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه » ، « ژوندی یادونه » او د ډاکتر کبیر ستوری« کلیات » چاپ کړی او دانش خپروندویه ټولنی یو شمیر کتابونه د ستوری تلین په ویاړ چاپ کړی د زړه له كومي مننه او قدردانی کوو.
مونږ د خاص کونړ کولتوری ټولنی، د کونړ خپلواکه کولتوری ټولنی، دغنی خان ادبی کولتوری څيړنیزی جرګی، د کونړ میشتی فرهنګیانو، د خوست میشتو فرهنګپالو ،د پښتو عالمی کانګرس، د امریکا په شمالی کلیفورنیاکی افغانی کولتوری ټولنی، په ډنمارک کې پښتو کولتوری ټولنی، د افغان كلتوري بهير ، په كواټ کې د ملګري ليكوال خيبر ايجنسي، د پښتو ادبي چمن ټل ، د انجمن ترقي پسند مصنفين ، د ريښتين ادبي جرګې كواټ ، د قاسم علي اپريدي پښتو ادبي ټولنې، د لر او بر ليكوال ادبي جرګې ، د سپين غر پښتو ادبي جرګې ، په نړۍ واله انټرنيټي دیرې Paltalk کې د افغانستان د غیرتي پښتنو حجری او د پښتونخوا ساسي او ادبي بنډار ، په پېښور کې افغان ادبي ټولنی ، په المان کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی ، د افغان ادبی یون « دیر » ، د روسیی فیدراسیون په سانکت پیټرس بورګ ښار کې دميشتو افغانانودټولنيز سازمان (افغانانو شورا) او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ـ پښتونخوا د ارواښاد ډاکتر ستوري په یاد پرتمنی غونډی او مشاعری په کونړ، خوست ،پېښور، كواټ، دیر، ټل ،امریکا، ډنمارک ، جرمني ، روسیه ، سانکت پترس بورګ او په خيبر پښتونخوا کې جوړی کړی د يادونی وړ یی ګڼو.
په ځانګړی توګه مونږ د خپل دروند مشر ستر پښتون، پر پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا مین او د عوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان څخه ډیره زیاته مننه کوو چې هر وخت او هر ځای کی یی زمونږ لارښوونه او ملتیا کړی ده. له تاسو ښاغلو ټولو درنو پښتنو، ليكوالانو، پوهانو، اديبانو او شاعرانو نه د زړه له كومي هيله کوو چې خپلې ليكنې، شعرونه او که يادګيرنی د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په اړه لرۍ نو مونږ ته يی راولېږۍ. په پښتنه مينه

حاجي عبدالنصیر ستوری
دارواښاد ډاکتر کبير ستوري دانټرنيټي ديری بنسټ ايښودونکی
ايمل ستوری
دارواښاد ډاکتر کبير ستوري دانټرنيټي ديری دامتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی

E-mail: emalstori@gmail.com

You have our full permission for downloading videos, audios, images and books and copying texts, articles etc.
For Distributing or commercial using these materials you should give our source (www.kabirstori.com).
If you need anything else from our site for promotion of Pashto and/or Pashtuns, we would be more than glad to help you. If you have any suggestions, comments or you need to get in touch with us behind the Pashto Online World of Dr. Kabir Stori, you can E-mail us.

 

E-mail: emalstori@gmail.com

Emal Stori
Chief-Editor/Admin of the Pashto Online World of Kabir Stori

 

 


Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori