Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ستوري سیاسی مبارزه ئې د وخت او حالاتو په غوښتنه په ژور نظر او سپیڅلی سوچ تر سره کړی ده. هغه که د پښتون بلوڅ د ملی آزادۍ په نوم وه،که د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند د سیوری لاندی د ملی وحدت په جنګ کې، که د بالاحصار د تیارو کوټو ستړی ورځی اوږدی شپی وی او که د سنټرل جیل نه ختمېدونکی سپیری میاشتی وی ، نه ستړی کیدو، نه پښېمانه کیدو، د باچا خان د لر اوبر افغان په ملی تړون مئین په ننګرهار کې د باچا خان تدفین هم د لر او بر پښتنو د ملی وحدت د کوټی مضبوطه اډانه ګنړله . " معظم خان معظم " ستوری له لرې او برې پښتونخوا له ليكوالو، پوهانو، اديبانو، شاعرانواو قام پرستو مشرانو سره له نزدې نه ليده كاته كول . ځينی لیدنی کتنی او مرکی يی تا سو مینه والو ته د انټرنيټي ديری په دې برخه كې وړاندی کوو. د ارواښاد ستوري نوری لیدنی کتنی او مرکی د وخت سره سره به يی پرليکه کوم.


یــو ســتوری پــه اســـمان د پـښـتـونــخـوا وځلیدو په غــرونــو، مــیـدانـــونـــو، درو واړو خــــوریــدو
دا ســتوری د اسـمان اوځمکی نور شو هری خوا ته وحــــدت د پـــښــتــنـو د ده ارمـــــــان وځـــــلـــــیـدو

هـــــر ټــکی د قــــلـــم ئــې نــــوی زیــــری د ســــحر ؤ د خــــپــل وطـــن زره زره کــې داســی پـــړقــــــیـــدو
دا ســتــوري کــلـــه کـــلــه پـیدا کــیږي په صـدو کې په غــــم د پــــښــــتــنـو به لکــه شـــمـعــه ســــوزیـدو
نـــیاز خـــو هره ورځ ورته پــنـځه وخــتـه دوعا کړی خــو پــه زړه ئــې ارمــان پاتی شو د سـتوري د لیدو

" پروفيسر جهانزېب نياز "
یـــو ســتـوری ؤ کــبــیــر چې لـه مــداره ځــیــنـی ووت د ژونـد لـه دی نیـمـګــړی شــان بـازاره ځــیــنـی ووت
مــرګــی ئې په بې رحــمـۍ ســره چــمـن ته مـخـه کـړی کــبــیـر مـــــو لـکـــه ګــل چـــې د ګـلـزاره ځـیـنـی ووت

کــبــیر داسـی پـښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «سـرتـیره» د نـــرخ ځــیــنـی ونه ووت خـــو د ښــاره ځــیـنـی ووت
" عبدالوها ب سرتیر "


Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori