|
 اوس كه ډاكتر کبیر ستوری په وجود نشته، خو ياد او تاثر يې د غرونو او سردرو په ګړنګونواو سرونو خور دى او ترڅو چې پښتو ژبه ژوندۍ وي، نو ستورى به د تلين نه پسته هم د پښتونخوا په افقونو پلوشې خورې لري . " پروفيسر ډاكتر راج ولي شاه خټك" د ارواښاد ډاکتر ستوري په یاد پرتمنی غونډی ، مشاعری او يادګیرني چې په بېلابېلو وختونو كې شوي دي ، د انټرنيټي ديری په دې برخه كې راټولوو.    پـــنـــا د ســـتــرګــو شــو پــه زړونــو کې اوسيږی کبیر خـدایـګو چې نن هم راته وړانـدی وړانـدی کـیږی کبیر چیرته چې ذکر د افـغـــــان د لـــوی ټـــبــر شــروع شـــي هــغــه مــحـــفــل کــې د ســبــا ســتــوری ځلــیـږي کبیر اجله نه مــری، خــدایــګــو نـه مـری د قـــلــم خــاونــدان شــرط پــه تــړمـه تــر قــیــامــتــه بـه يــادیــږی کــبــــیــر د وخت یـزیـده پــه ولا کـه ئـې سـر ټــیـټ کـړی ځـانـتـه پښتون بـچــی دی د مــرګـــــی کـلـــــه یـــریـــږی کـــبیر " شبیر خان دراني " داســی قــامت لکـــه چـــنـار چــــنـار قــامت د پـښـتو لکـــه ســړی چـې ځـي روان وي ســيـوری نشي نيوی د لـوی افـــغان د اســـمان دا غـرور څـه لـږ خـو نه دی سپوږمۍ به تـندر رانيوی شي٬ ستوری نشي نيوی " نورالبشر نويد " چـې هــر چا يې خوشبويي محسوسه وله هــغــه ګــل د ګلــســــــتـان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری دا مــنــم چــې وســيـده ښــکـته په زمکــه خو لکــه ستوری داسمان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری په هـــيـڅ شــان د هــيـريـدو نه دی اکـمـله د هــــمـه پــــښــتــنـو ځــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری "اکمل ليونی " |
|
|
|
|