Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د افغان ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

د پښتنو ټولنیزو سولیز ګوند (PSDP) د مشرانو جرګې له درنو ملګرو د زړه له کومې مننه کوو چې د لوی افغانستان په اسمان کې د یوه نه پنا کیدونکي ستوري ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په یاد یې د لومړي تلین په نوم یاد غونډه را بللې ده.
په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړي په دې خواشیني دي چې زموږ د اسمان دغه ځلېدونکی ستوری له مداره ووت ولې په دې ولې په دې خوشاله دي چې زموږ د ستر هېواد په اسمان کې لا داسې ستوري اوس هم ځلیږي چې نه پریږدي د یوه ویاړلي او پیاوړي انسان ؛د ابدي ستوري؛ رڼا تته شي .
دا دی ننۍ پوهنیزه یاد غونډه ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په مدار کې داسې ستوري را ټوکېدلي دي چې د ؛پښتون څلي؛ په تندي لګېدلې شمه پخپلو هاندو هڅو بله ساتي .
غوښتل مې چې د دغه پتمن انسان په یاد غونډې کې برخه واخلم او د دغه مېړني انسان د یاد غونډې څپانده او رپانده شمله پخپلو سترګو وګورم خو له بده مرغه چې د یوې بوختیا له مخې مې دغه ویاړ په برخه نشو. هیله من یم چې زما نېکې هیلې او پرزوینې چې د کاغذ پر مخ مې کاږلي دي ومنۍ . په پای کې یو ځل بیا د دې ستر ګوند له ټولو غړو په سر کې له درانه ورور هدایت الله خان بنګښ صاحب نه مننه کووم چې له یوې خوا یې زموږ د زمانې د یو ستر شخصیت یادونه وکړه او له بلې خوا یې د دغې یاد غونډې له برکته یو شمېر روڼ اندي لیکوال او شاعران او همدارنګه د ؛پښتون ستوري؛ مینه وال پخپلو کې سره جرګه کړل :

چې څوک په دار شي هغه مړه شي ، څوک د دار سړي شي
لکـــه مـنـصور غــونــدې چـې ځــنـې د دســـتــار ســــړي شــي

د چـــا پـــه غــاړه پـــه ځــــنـــــځـــیــــرونــه غــــلامـــان د نــــــورو
خـــو اتــــلان هـــــم پـــس لـــــه مـــــــرګـــه د مــــزار ســــړي شـــي


په درنښت درنو دوستانو

شهسوار سنګروال په لندن
کې د افغان ادبي جرګې مشر


يادونه : دا پیغام د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

- شهسوار سنګروال ( برتانيه - لندن ) -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori