Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د شفيق ادبي څېړنځى د غمشريكۍ پیغامونه

په ويرجنه چټكۍ سره د پښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د خوږ كاروان د ځلانده ستوري ډاكتر صاحب كبير "ستوري" د يوناڅاپي مړينې له كبله يو څو ټكي ليكم. رښتيا چې دغه نه ستړى كېدونكى مبارز او ټولنيز خدمتګار د زړه نه خپل ځان او ژوند د پښتو درنې تګلارې ته وقف كړى و. د لوړې حوصلې او پياوړي عزم خاوند و، د دوى ټولنپروري او دروند اصولي ژوند د دوى د شخصيت پېژندونكيو ته په ټولنه كې يو نه هېرېدونكى مثال دى.
د يو عالم ليكوال او څېړونكي په څېر يې لوستونكيو ته داسې ارزښتناكه ليكنې وركړي، چې په رښتيا ورته په ادب او ټولنه كې اړتيا ليدل كېږي.
موږ د شفيق د ادبي څېړنځي ټول كاركوونكي او ملګري ددغه پښتون خدمتګار په مرګ وير كوو او د درنې كورنۍ ټولو غړيو او واړه خواږو سره يې د دوى د نه هېرېدونكي غم درد شريكوو، د لوى او لايزال څښتن تعالى څخه ورته د زړه صبر او د هغوى د پاتې كړنو د بشپړولو او نيمګړيو ارمانونو د پوره كولو حوصله غواړو.
روح يې ښاد او قبر يې روښانه

اخندزاده ننګ كاموي
شفيق ادبي څېړنځى _ كابل افغانستان


-------------------------------------------------------------------------------------

د شفيق ادبي څېړنځى

ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری نه یوازی د پښتو ادب په اسمان کې ځلانده ستوری ؤ، بلکه د ارواپوهنی په ګر کې یی هم پښتو او پښتنوته ستر خدمتونه کړي دی چې دا د پښتنو د ادب په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لری .
په درنښت

ډاکټر ننګ کاموي ( كابل )
شفيق ادبي څېړنځى مشر


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.


- ډاکټر اخندزاده ننګ کاموي (كابل ) -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori