Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ


د ښاغلي ډاكتر كبير ستوري د مرګ غږ چې هرچېرته ورسېده، هلته يې د ډېرو پښتنو شاعرانو، اديبانو،ليكوالانو، قام پرستو مشرانو او عام ولس په زړونو كې پرهرونه جوړ كړل، ځكه نو هغوى د ستوري د كورنۍ د غړواود پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) په نوم خپل د غمرازۍ او خواخوږۍ پېغامونه راولېږل. مونږ د انټرنيټي ديری په دې برخه كې دغه ټول پېغامونه خوندي كوو.



د لـــــــروبـــــرو پــــــــښـــــتــــنـــو ډېــــر زړه زهـــیـــر لاړ
ډاکــــتـــر ســـتــوری کـــبـیــر لاړ ددی فــانـی دنـــیـــا نه
عــــــــمــــر ئــــې ټـــول پـــه زوریــــدو تـــــیــــر شـــــــــو
څــــــه پــــــه جـــیــــلــو څــــه پــه ســـــوچـــو تــیـــر شـــو
د پــــــښـــــتــــنـــو پــــه یــــــو کــــیــــدوتــــــیــر شـــــــو

ای غـــمــــزده! د پـــــښــتــنــو د جـــــرګـــی مـــیــر لاړ
ډاکــتـر ســـتــوری کــبـــیــر لاړ ددی فــانـی دنــیــا نه
" اســـتاد رحـيـم غـمـزده "
دا د کـوم اجـل جـرس ؤ چـې پــه غـــــوږ مــــو لــګــیـدلـــی
چـې د ســتـورو له مـداره مو یـو ســتـوری غورځـــیــدلــی
د پــــښــتـو د پــټـکــــي ول ؤ د غـــــرور یــوه شــــمــــلــه وه
زمــونـږ ســتـوری د اقــبـال ؤ چې په سر مـو اوســیــدلــی
" عرفان الله کوټوال "
وخـته څـه بې وخـته دې هــر لوری رانه واخيسته
تـا مــې د مــنــزل د دمــو ســیوری رانه واخیسته
هــم دې راته لاسـو کې د شــمعې رڼــا مـــړه کړله
هــم دې د اسمـان ځلانده ستوری رانه واخیسته
" هدایت الله حيات "
الله دې وبـــښـي د نــــنـــګ او د پـــښـــتــو ســـتورى
ستر شخـــصــيــت د قــدر وړ د پــښــتــنــو ســـتورى
زه غمشريك به ئــې په يــاد بـــانــدې تــل فـــخــر كوم
چـېرې چې اوســـي د ادب او نــومــيـــالـــو ســـــتـورى
" محمد هاشم غمشريك خېرخواه "


Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori